تازه خبرونه

په کابل کې د نښلیدونکي ماین چاودنې څلور کسان ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۱, ۱۴۰۰)

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون چارواکي تائیدوي، چې نن سهار (پنجشنبه د لیندۍ ۱۱) د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د سلیم کاروان په څلورلارې کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي دي.

د ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې څلور ټپیان نن سهار د رامنځته شوې چاودنې له روغتون ته رالېږدول شوي دي.

د روغتون د څرګندونو له مخې؛ په ټپیانو کې یو ماشوم هم شته دی.

د ایمرجنسي روغتون د څرګندونو له مخې؛ پېښه د نښلېدونکي ماین له چاودنې رامنځته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند سعيد خوستي ويلي؛ پېښه په ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماين له چاودنې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې په چاودنه کې چاته مرګ و ژوبله نده اوښتې.

تر دې دمه هیچا د پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.

دوه ورځې مخکې هم په کابل کې د یوې چاودنې له کبله، چې د دارالامان په سړک کې د اسلامي امارت پر موټر رامنځته او د اسلامي امارت د سرتېرو په ګډون یې ۵ کسان ټپيان کړي وه.

Trending

Exit mobile version