تازه خبرونه
په کابل کې د پاسپورټونو د وېش ۳ مرکزونه پرانستل شول
د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري وایي: حکومت د خپلو هېوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی؛ خو ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې د هېواد ظرفیتونه وباسي. په تېرو درې کلونو کې پر لکونه ظرفیتونه ایستل شوي او دا لړۍ روانه هم ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ويلي، چې پاسپورټ د هرافغان حق دی او اسلامي امارت په اسلامي چواکاټ کې د هغو د حقونو ورکړې ته ژمن دی.
د ریاست الوزار اداري مرستیال، چې په دې مراسمو کې برخه درلوده وا يي، چې اسلامي امارت رهبري د اسلامي نظام په چوکاټ کې د افغانانو د حقونو د خوندیتابه په هڅو کې دی.
د عبدالسلام حنفي د څرګندونو له مخې؛ د پاسپورټونو د نويو مرکزونو له پرانیستلو سره به د هېوادوالو هغه ستونزې حل شي، چې په تېر کې یې د رلودې. اوس به د پاسپورټونو ترلاسه کوونکي خپل پاسپورټونه اسانه تر لاسه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي: د اسلامي امارت ټوله رهبري هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنه ده او له دې وروسته به هېوادوال د پاسپورټ د ترلاسه کولو په برخه کې هیڅ ډول ستونزې ونلري.
د کورنیو چاور وزارت مسوولینو ويلي، چې هڅه کوي هېوادوالو ته منظم خدمات وړاندي کړي. په کابل کې د پاسپورټونو د وېش د درې نويو مرکزونو له پرانیستلو سره به هېوادوالو ته د یوې اوونې په لړ کې پاسپورټونه ورکړ شي.
په وته وخت کې دا وزارت اندېښنه څرګندوي او وایي؛ د نړۍ یو شمېر هېوادونه هڅه کوي، چې د هېواد وړتیاوې او ظرفیتونه له هېواده وباسي. په تېرو درې کلونو کې لکونه ځوانان له هېواده ویستل شول.
یاد وزارت له ځوا نانو وغوښتل، چې د خپل هېواد په آبادۍ کې خپل ایماني او ملي مسوولیتونه په نظر کې وساتي.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري وایي: حکومت د خپلو هېوادوالو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی؛ خو ځینې هېوادونه هڅه کوي، چې د هېواد ظرفیتونه وباسي. په تېرو درې کلونو کې پر لکونه ظرفیتونه ایستل شوي او دا لړۍ روانه هم ده.
د پاسپورت ریاست مسوولینو هم د دې مرکزونو د پرانیستلو پرمهال ویلي، چې د دې مرکزونو له فعالېدو سره به د هغو هېوادولو ستونزي حل شي، چې غواړي پاسپورټ تر لاسه کړي.
دوی د اسلامي امارت له رهبرۍ غوښتنه کوي، چې په نويو مرکزونو کې مراجعینو ته د خدمتونو د اسانتیا لپاره د افغانستان بانک څانګې هم پرا نیستل شي.
د پاسپورټ عمومي رییس پاسوال عبدالکریم حسیب وایي: په دې درې نويو څانګو کې د پاسپورټونو د اخیستونکیو لپاره ټولي اړتیا وي په نظر کې نیول شوي او له دې وروسته به مراجیعین د پاسپورټ د ترلاسه کولو په برخه کې هیڅ ډول ستونزه ونلري. هیله لرو، چې د افغانستان بانک څانګه د دې مرکزونو دننه هم پرانستل شي، چې د خلکو د تعروفې د تحویلولو ستونزه ورسره حل شي.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پاسپورټونو د وېش درې نوې څانګې، چې په دارالامان، زمان خان کلا او تره خېل تنګي کې موقعیت لري؛ فعالې شي، چې هره څانګه به یې هره ورځ ۲۰۰۰ پاسپورټغوښتونکیو ته خدمات وړاندې کوي. دغه راز د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیرعادي روان دی او هره ورځ ۱۲ زره پاسپورټونه په کابل او ولایتونو کې وېشل کېږي.
ویل کیږي، چې تېر کال په افغانستان کې ۲ میلیون پاسپورټونه وېشل شوي دي.
