تازه خبرونه

په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۵, ۱۳۹۹)

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر محمد آصف دراني له طالبانو غوښتي، چې د افغانانو غوښتنو ته دې درناوی وکړي او اوربند دې اعلام کړي.

په داسې حال کې، چې د دوحې خبرې د څو میاشتو مخکې په پرتله ښې پر مخ ځي؛ هیلې هم ترې راټوکېدلي  او مرکچي ډلې به هم له شل ورځني ځنډ وروسته د سولې خبرې بیا پیل کړي. په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر، چې دې بهیر ته هیله من دی؛ خو له دواړو خواوو غواړي، چې د افغانستان د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلي  او د دې بهیر د کورنیو او بهرنیو ویجاړوونکیو منفي رول ته باید پاملرنه وکړي او د افغانستان د خلکو یوازنۍ غوښتنه اوربند ومني.

آصف دراني ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو په غیر مسوولانه وتو دا هېواد په کورنیو جګړو کې ښکېل شي.

‎ آصف دراني زیاته کړې: ‎د طالبانو لخوا باید اوربند اعلان شي. اوس باید د خبرو اترو ټولې خواوې سره نږدې شي او د دې بهیر خرابوونکیو ته پام ولري. څه دا خرابوونکي کورني وي یا یې له هېواده بهر ملاتړي وي.

‎ویل کیږي، چې نه یوازې پاکستان، بلکې روسیه او چین هم د بهرنیو ځواکونو له غیر مسولانه وتلو اندېښمن شوي دي.   

د ولسمشر اشرف غني پخواني سلاکار طارق فرهادي ویلي؛ که بهرني سرتېري د ځواک او واک له وېش پرته ووځي؛ په دې هېواد کې به کورنۍ شخړې او نیابتي جګړې زور واخلي.  

د پاکستان پخواني سفیر د افغانستان د ګونډ هېوادونو هڅې ارزښتمنې یادې کړي او څرګندوي، چې پاکستان،روسیې، چین او امریکاد دغه بهیر د بریالي کېدو لپاره ځواکمنه اجماع رامنځته کړې ده.

Trending

Exit mobile version