تازه خبرونه
په کابل کې د پوهنې وزارت د علمي شورا مشر ووژل شو
پوهنې وزارت په یوه چاودنه کې د دې وزارت د علمي شورا د مشر داکتر آمین له وژل کیدو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي؛ داکتر عبدالباقي آمین د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د ډګر یوه اغېزمنه څېره وه، چې نن یې په یوه ماین چاودنه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښار نن سهار د دوه ماین چاودنو شاهد و.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار شاوخوا ۶:۴۵ لومړی د دولسمې حوزې د ارزان قیمت په اړوند سیمه کې پر رینجر موتر او بیا د سهار په ۸:۰۷ د پوهنې وزارت پر اړوند کرولا موتر د پېنځمې حوزې په کمپنۍ سیمه کې د نښلیدونکیو ماینونو چاودنې رامنځته شوې دي.
وزارت منلې، چې په دې پېښو کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دغه راز پرون هم په ورته وخت کې د هېواد د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو د ۱۰۱ کلیزې د نمانځلو پر مهال هم د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو ۱۴ توغندي وتوغول شول.
د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې په پېښه کې د یوه ملکي وګړي په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او د شپږ عامو وګړیو په ګډون ۱۶ نور ټپیان دي.
تر اوسه هیچا د دغو بریدونو مسوولیت ندی منلی.