تازه خبرونه
په کابل کې د پوځي روغتون مخې ته زورورو چاودنو ښار ولړزاوه
د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د سې شنبې پر ورځ د سردار محمد داوود خان پوځي روغتون مخې ته د چاودنې رامنځته کېدل تائید کړي.
قاري خوستي په دې اړه نور جزئيات ورنه کړل؛ خو عيني شاهدانو ویلي، چې په ۴ چاودنو کې يو ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۴ ټپيان دي.
چاودنه د کابل پر وخت نن له غرمې وروسته ۱:۳۰ رامنځته شوې ده.
عیني شاهدانو ویلي، له چاودنې وروسته بریدګر د روغتون ودانۍ ته ننوتل او د ډزو غږونه واورېدل شول.
د راپورونو له مخې، یوه بریدګر د دروازې مخې ته ځان چولی او نورو ته یې مخه خلاصه کړې ده.
د کابل ایمرجنسي روغتون څرګنده کړې، چې د پېښې له ځایه ۹ ټپیان ورلېږدول شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت ندی منلی.
دا درېیم ځل دی، چې دغه مرکز په نښه کیږي.
د ۲۰۱۱ زېږدیز کال په مې میاشت کې د روغتون مخې ته یو زورور بم وچاودید، چې ۶ کسان یې ووژل او ۲۶ نور یې ټپیان کړل، د ۲۰۱۷ کال په مارچ میاشت کې هم د یوې وسلوالې ډلې لخوا برید وشو، چې ځینو یې د روغتون سپینې جامې اغوستې وې. هغه مهال د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۰۰ ډېر و او لسګونه نور هم ټپیان ول. د اسلامي دولت خراسانۍ څانګې (داعش) د پېښې پړه منلې وه.
کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!
د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ.
آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک اړیکې ونیسئ:
