تازه خبرونه

په کابل کې د څارنوال د وژنې پر تور درې کسان نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۷, ۱۳۹۹)

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (دوشنبه د لیندۍ ۱۷) ویلي، چې درې کسان د څارنوال پامیر فیضي د وژنې پر تور نیول شوي دي.

امرالله صالح وایي: عیني شاهدانو څرګنده کړې؛ یو له نیول شویو کسانو څخه هغه ته ډېر ورته والی لري، چې وژل شوی دی.

وسلوالو کسانو پرون سهار د مارشال فهیم ملي نظامي اکادمۍ ته څېرمه د کابل د پوځي څارنوالۍ د تحقیقاتي کمیتې مشر فیضي پر ډزو وژلی دی.

په پلازمېنه کې د هدفي وژنو په اړه اندېښنې د اوسیدونکیو او سیاستوالو تر منځ هم اندېښنې راپورته کړي؛ خو صالح ویلي، چې په نن د څارنوالانو په اړه بحث وشو او په یوه اوونۍ کې به د څارنوالانو د خوندیتوب طرح اعلان شي.

پامیر فیضي د حقوقو او سیاسي علومو زدکړه هم کړې وه؛ د پولیسو په اکادمۍ کې یې زدکړې کړي او پېنځلس کاله یې په دولتي ادارو کې کار کړی و.

 دغه راز دوه ورځې مخکې د اتمې حوزې په رحمان مېنه کې د جمعې پر ورځ  له لمانځه وروسته د سترې محکمې قاضي عبدالجمیل هم د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو وژل شوی دی.

Trending

Exit mobile version