تازه خبرونه
په کابل کې د چاودیدونکیو توکو درې چاودنو مرګ و ژوبله رامنځته کړې
(Last Updated On: سلواغه ۲۲, ۱۳۹۹)
د چارشنبې پر سهار درې بېلابېلو چاودنو کابل ښار ولړزاوه؛ لومړۍ چاودنه د پغمان ولسوالۍ د عبدالعلي کلا په اړوند سیمه کې د پولیسو پر رنجر موټر رامنځته شوې، چې د آریانا نیوز خبریال د څرګندونو له مخې په دې چاودنه کې یو کس ټپي شوی دی.
دوه یمه چاودنه د سهار ۸:۳۸ د کابل ښار د دوه یمې ناحیې د قوایې مرکز په سیمه کې رامنځته شوې.
پولیسو ویلي، چې په دې برید کې ۴ کسان ټپیان شوي دي.
دغه راز درېیمه چاودنه ۸:۵۵ د بره کي په څلورلاري کې پر لنډکروزر موټر رامنځته شوې، چې دوه کسان یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د دغو چاودنو مسولیت تر دې دمه هیچا پر غاړه ندی اخیستی.