تازه خبرونه

په کابل کې د چین او ا.ا استازیو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

Published

on

د ارګ سرچینو په ډاګه کړې، چې د ارګ په چارچنار ماڼۍ کې د لومړي وزیر مرستيال ملا عبدالغني برادر د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يې او راغلي پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې ملا برادر ويلي، چين او افغانستان د همکاریو دوه اړخیزې سوداګریزې او تاريخي اړيکې لري او اسلامي امارت د دغو اړيکو پوره پراختيا غواړي.

هغه د خپلو خبرو پر مهال زياته کړې؛ د ا.ا.ا. چين ته د ټولو هغو اندېښنو د له منځه وړلو ډاډ ورکوي، چې دوى يې د افغانستان له خاورې څخه د پېښېدو په اړه لري.

وانګ يې په افغانستان کې له سرتاسري امنيت ستاينه وکړه او وايي؛ چين چمتو دى، چې له افغانستان سره سوداګريزې اړيکې نورې هم  پراخې او دلته د کانونو د استخراج، د اقتصادي زونونو د جوړولو او انرژۍ د توليد په برخه کې پانګونه وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې ژر به د مس عينک کان د استخراج کار هم پيل کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې د روسیې د ولسمشر پوتین ځانګړي استازی هم د اسلامي امارت له مشرانو سره لیدلي دي.

Trending

Exit mobile version