تازه خبرونه
په کابل کې د ښځینه متشبثینو د وړتیا لوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
له ښځو د ملاتړ په موخه په کابل کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او په کابل کې د جاپان سفارت یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې د جاپان سفارت له ۱۴۰۰ ښځو سره د مرستې لپاره دغه سازمان ته لس میلیون دالره ورکوي.
ټاکل شوې، چې له دغو ښځو سره په کونړ، لوګر، زابل، بغلان، کندوز او کاپیسا ولایتونو کې مرستې وشي.
په کابل کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا ويلي، د ښځو د پياوړتيا لپاره به د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام لهخوا د لس ميليون دالرو پر ارزښت پروژې پلې شي.
نوموړی وایي: مونږ له روغتیايي سکتوره ملاتړ روان ساتو. د لس میلیون دالرو پر ارزښت دا دوه کلنه پروژه به د افغانستان په اووه ولایتونو کې د ۱۴۰۰ ښځو لپاره پلې شي او مونږ په دې هېواد کې د ښځو پیاوړتیا او ملاتړ ته دوام ورکوو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام چارواکو ويلي، چې په وروستیو کلونو کې ښځې ډېرې زیانمنې شوي او په سلو کې اته څلوېښت ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. له همدې کبله د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له اسلامي امارته غوښتي، چې ښځو ته دې دې بېته د کار او زدهکړو اجازه ورکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام استازی سیتفین رودریک وایي: که ښځو ته د کار او زدهکړې اجازه ورنهکړل شي؛ افغانستان به له اقتصادي پلوه پرمختګ ونهکړي، ځکه ښځې نشي کولی د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي. اوسمهال ۴۸ سلنه ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي او دې کار د کورنیو پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
جاپان په داسې حال کې د ښځو د ځواکمنولو هڅې کوي، چې دا مهال ښځې د پخوا پر پرتله له زیاتو ستونزو سره مخ دي. په ځانګړي توګه پر کور ناستې ښځې او له شپږم ټولګي پورته د منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو زدهکوونکې، چې د کار او زدهکړې اجازه نهلري.