تازه خبرونه

په کابل کې د کروندګرو د ملي ورځې ۴ ورځنی نندارتون جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲, ۱۴۰۰)

چارواکو څرګنده کړې، چې نن دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري دوه یمه د کابل په بادام باغ کې د کروندګرو ملي ورځ د کرنیزو توکو د څلور ورځني نندارتون پر جوړولو ونمانځل شوه.

د کرنې او مالدارۍ وزیر په هېواد کې پر وچکالۍ او کرونیزو ستونزو اندېښنه ښودلې؛ خو تر څنګه یې  په ډاګه کړې، چې په راتلونکیو درې کلونو کې به افغانستان د غنمو، وریجو او د چرګ د غوښې له پلوه پځانبسیا شي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر انوارالحق احدي ویلي؛ ۱۳۹۹ لمریز کال سره له ستونزو د کرکېلې لپاره ډېر بد کال نه و، خو د غنمو، وریجو او تازه میوو ښه حاصل تر لاسه شوی، چې په راتلونکیو درې کلونو کې به ځانبسیاینې ته ورسیږو.  

د سوداګرۍ او صنعت وزیر ويلي، چې تېر کال د اته سوه نوي میلیون ډالرو پر ارزښت کرنیز محصولات بهر ته صادر شوي دي.

د سوداګرۍ او صنعت وزیرنثار احمد غوریاني وایي: د ۸۹۰  میلیون ډالرو پر ارزښت مو صادرات درلودل.

د کرنیزو محصولاتو په دې نندارتون کې د بېلا بېلو ولایتونو کروندګرو ګډون کړی و او کرنیز توکي او محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي وه.

کروندګر عزیز الله نومی وایي:  د کروندګرو ۸۵ سلنه ستونزې حل شوې ندي او ترې کړیږي.

پلورونکی شېرزاد وایي، په دې څلور ورځني نندارتون کې لاسي صنایع هم نندارې ته ایښودل شوي دي. د افغانستان کرنیز محصولات د کیفیت له پلوه ښه دي؛ خو د سوداګرو د څرګندونو له مخې، د دې توکو صادرات منظمې تړنې او وړاندې کولو ته اړتیا لري، چې تر اوسه په دې برخه کې ډېرې ستونزې په مخ کې پرتې دي.

Trending

Exit mobile version