سوداگري

په کابل کې د کمبل جوړولو کارخونه پرانیستل شوه

د دغې فابریکې د پرانیستې مراسم، چې نن (یکشنبه د لړم اووه‌ویشتمه) تر سره شوي؛ ملابرادر په کې د خبرو پر مهال ویل، چې په هېواد کې د ټولیز امنیت او د فساد له کمېدو سره د منځنیو او کوچنیو پانګونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کابل ښار د څرخي‌پله په صنعتي ښارګوټي کې د کمبلو د یوې کارخونې  پرانیسته وکړه.

د دغې فابریکې د پرانیستې مراسم، چې نن (یکشنبه د لړم اووه‌ویشتمه) تر سره شوي؛ ملابرادر په کې د خبرو پر مهال ویل، چې په هېواد کې د ټولیز امنیت او د فساد له کمېدو سره د منځنیو او کوچنیو پانګونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د وارداتو د تعویض د اغېزناکو سیاستونو پر پلي کولو د داخلي صنایعو ملاتړ روان ساتلی، چې دا د هېواد د ملي اقتصاد په پياوړتیا کې مهم رول لوبوي.

هغه زیاته کړې؛ د کورنیو صنایعو د ملاتړ لپاره دې فابریکې ته د افغانستان د کرنې پرمختیا صندوق له لوري د مرابحې اسلامي تمویل قرارداد له مخې د سل میلیون افغانیو پر ارزښت مهم ماشینونه اخیستل شوي، چې د پانګونې د لګښتونو فشار ورباندې کم شي. په دې کارخونه کې د هېواد له اوومه توکو وړیو او پنبې څخه استفاده کېږي، چې دا به د مالدارۍ او کرنې سکټور د پیاړوتیا ترڅنګ د کاري فرصتونو په زیاتولو کې هم مرسته وکړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال دا هم ویلي، چې اسلامي امارت هڅه کوي د پانګونې کچې له زیاتېدو سره پر بهرنیو وارداتو تکیه راکمه او په کور دننه هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه د دې غونډې پر مهال پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ، چې د خپل هېواد د آبادۍ او اقتصادي ودې د پياوړتیا لپاره دلته پانګونه وکړي، اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې ورته برابرې کړي او بشپړ ملاتړ یې کوي.

ملا برادر د کارخونې مسوولینو ته مبارکي سپارښتنه وکړه، چې د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره هېوادوالو ته باکیفیته تولیدات وړاندې کړي.

د یادونې ده، چې د کمبلو جوړولو په دې کارخونه کې شاوخوا ۹۳۰ میلیون افغانۍ پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د زر او په راتلونکي کې د پېنځه زره کمبلو د تولید وړتیا لري او اوسمهال یې شاوخوا ۹۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.

Trending

Exit mobile version