تازه خبرونه

په کابل کې د یما سیاوش د وژنې پر تور ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۸, ۱۴۰۰)

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د یما سیاوش او د افغانستان بانک د دوه کارکوونکیو د وژنې عاملین یې نیولي دي.

پېنځه میاشتې مخکې په کابل کې د ټلویزیونې خپرونو د چلوونکي او د افغانستان بانک د کارکوونکي یما سیاوش او د ده  دوه همکارانو له قتل وروسته پر امنیتي بنسټونه نیوکې ډېرې شوې. ان ملګرو ملتونو ته د دوی د کورنیو لخوا پرانستی لیک واستول شو.

اوس د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ډاګه کړې، چې د دې قتل پر تور یې د طالبانو یوولس کسیزه ډله په کابل کې نیولې ده.

ده ویلي، چې دې ډلې په کابل کې ېر بریدونه کړي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب او ملاتړ بنسټونو له حکومته په وار وار غوښتنه کړې، چې د یما سیاوش او نورو هدفي وژنو عاملین پیدا او عدالت ته یې وسپاري؛ خو دې غوښتنو ته قناعت ورکوونکی ځواب ونه ویل شو.

د یما سیاوش کورنۍ د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته لیک استولی او له دې شوری یې غوښتي، چې د سیاوش د وژنې دوسیه وڅېړي.

د افغانستان بانک د امینتي کمرو په موټر کې د ایښودل شوي جي پي اس پلټنه نورې غوښتنې وې، چې د یما سیاوش کورنۍ راپورته کړي؛ خو په ښکاره یې چا غږ وانوریده.

خبریالان وايي، چې حکومت باید د خبریالانو د ترور ټولې دوسیې سمې او رڼې وڅېړي.

د کابل په مکروریانو کې د دوه زره شلم میلادي کال د نوامبر پر اوومه د یما سیاوش او همکارانو پر موټر یي ماین چاودنه و شوه، چې درې واړه یې ووژل.

Trending

Exit mobile version