تازه خبرونه
په کابل کې د یوې رسنۍ بنسټوال له چاودنې ژوندی وتلی؛ خو بلې هغې ۲ کسان وژلي
د کابل پولیسو ویلي: په ښار کې دوه چاودنې رامنځته شوي؛ لومړنۍ چاودنه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر د مشر او د خامه خبري سرچینې د بنسټوال د لېږد پر موټر شوې، چې ځاني زیان نلري؛ خو دوه یمه چاودنه د اوومې ناحیې اړوند په جنګلک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر رنجر موټر شوې، دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي، چې د نښلیدونکي ماین لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا ۷:۲۶ د کابل ښار د ۱۰ ناحیې په آهنګري چوک کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارمند او د خامه خبري سرچینې د بنسټوال خوشنود نبي زاده پر موټر شوې، چې نوموړی تر روغ وتلی دی.
د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن په یوه ټویټ کې د دغه برید غندنه کړې او وایي، چې یوه ورځ وروسته له هغې، چې د لویدیځ سفارتونو په افغانستان کې د وژنو، تښتونو او ویجاړیو په اړه له غصې ډکې څرګندونې وکړې؛ د سولې په چارو کې د دولت وزارت پر کارمند برید حیران کړو. دا زمونږ هیلو ته حیرانونکي ځواب دی؛ خو دا ډول تاوتریخوالی او ویجاړتیا باید پای ته ورسیږي.
هغه ټینګار کړی، چې دغه تاوتریخوالی باید بند شي او ټول سوله غوښتونکي باید ددغو بریدونو غندنه وکړي.
د ویلسن پر څرګندونو سربېره یوناما، انګلستان، امریکا او جرمني ماموریتونو هم د نبی زاده پر وړاندې برید غندلی دی.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سادات منصور نادري هم دغه برید په کلکه غندلی او وایي، چې په حقیقت کې دا برید د سولې او د دغه بهیر د مهمو شخصیتونو او مخکښانو د هڅو پروړاندې تر سره شوی، چې خپل ژوند یې د سولې لپاره وقف کړی دی.
هغه زیاته کړې؛ د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه په داسې حال کې، چې د سولې هڅې روانې دي د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نده.
د کابل اوسیدونکې راحله وایي: قسم پر الله، چې نور په دې هېواد کې ستړې شوې یم. که اقتصادي وصعیت مې ښه وای ترې وتلم. هر سهار ، چې راویښیږو؛ چاودنه! ولې پر دغه حالت غور نکیږي.
د کابل اوسیدونکي نجیم موټر ته پر نغوته څرګنده کړې؛ دغه موټر له سړکه تېریده، چې چاودنه رامنځته شوه.
همدارنګه دوه یمه چاودنه د ښار د ۷ ناحیې د جنګلک په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کابل پولیسو ویلي، چی په دې چاودنه کی دوه کسان د یوه ملکي او امنیتی ځواک د غړي په ګډون وژل شوي او د امنیتی ځواکونو یو غړی ټپي شوی دی.
د کابل اوسېدونکی مطیع الله نومي ویلي؛ په رنجر موټر کې، چې د تېرېدو په حال کې و ۶ کسان سپاره ول او ټول ځاني زیانمن شول.
د کابل اوسیدونکیو ویلي؛ نور اشرف غني ته وایو، چې بس دی؛ نور تنګ شوي یو، امنیت مو ونیسه! ولې په هېواد کې سوله نه رامنځتاه کیږي؟
په کابل کې د د چاودنو تر څنګ موخه ییزې وژنې هم ډېرې شوي؛ نن د پېنځمې ناحیې اړوند د آب رساني په ساحه کې یو کس د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو.
پولیس په دې اړه وایي، چې په دې برخه کې څېړنې روانې دي.
کابل ښاریان په دې وروستیو کې پردولتي موټرو، مدني او سیاسي فعالانو او خبریالانو د موخه ییزو بریدونو لیدونکي دي؛ خو د دغو بریدونو مسوولیت هم هیڅوک نه مني.
