تازه خبرونه
په کابل کې د یوې چورلکې د راغورزېدو له کبله ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: وږی ۱۹, ۱۴۰۱)
په کابل کې یوه بلک هاک نومې چورلکه د روزنیزو هڅو پر مهال رالوېدلې، چې له کبله یې درې کسان وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو تائید کړې، چې د شنبې پر ورځ په کابل کې د یوې روزنیزې هڅې پر مهال یوه بلک هاک چورلکه رالوېده، چې په کې دوه پیلوتان او یو د عملې غړی وژل شوي دي.
باختر آژانس خبر ورکړ، چې په دې پېښه کې پېنځه کسان نور هم ټپيان شوي دي .
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه پېښه د تخنيکي ستونزې له کبله د ملي دفاع وزارت په پوهنتون کې رامنځته شوې ده.