تازه خبرونه

په کابل کې د ۱۰ ځوانانو د واده مراسم ډله ییز تر سره شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۳, ۱۴۰۰)

نن په کابل کې د بېلابېلو ولایتونو د ۱۰  ځوانانو د واده مراسم، چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې د واده لوړ لګښت برابرولی نشو؛ ډله ییز تر سره شول.

په کابل کې د هغو ځوانو ۱۰ جوړو ډله ییز واده، چې کلونه کلونه یې د واده لوړ لګښت پوره کولی نشو؛ نن یو بنسټ د دوی د واده مراسم په ډله ییزه بڼه تر سره کړل.

د دې مراسمو تنظیموونکيو ویلي؛ دا جوړې د بېلابېلو ولایتونو دي، چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې نه شو کولی د واده لوړ لګښت برابر کړي.

هغو کسانو، چې واده وکړ؛ خوښ دي او وایي، چې په کار ده ډله ییز ودونه په ټولو ولایتونو کې دود شي او کورنۍ یې د ودونو لوړ لګښتونه را کم کړي.

د ډله ییز واده د تر سره کوونکي بنسټ مسوول خداد رسولي وایي:  په دې مراسمو کې د بېلابېلو ولایتونو لکه پروان، بامیان،غزني او میدان وردګ ولایتونو ځوانې نجونې او هلکان، چې ۷، ۸ او لس کاله یې د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله ودونه ځندیدلي وه؛ خپلو هیلو ته ورسېدل او دغه نیک کار مو په ګډه تر سره کړ.           

ناوک او ناوې خوښ دي، چې خپلې موخې ته ورسېدل؛ خو د هغو ځوانانو په اړه اندېښنه لري، چې د اقتصادي ستونزو او د واده د لوړ لګښت له کبله نشي کولی وادونه وکړي او یا دا، چې کلونه کلونه کوژدن پاتې دي.

د غزني ولایته راغلې ناوې شیرین سلطاني ویلي: په رښتیا، چې د ودونو اوسنی لګښت ډېر دی. د همدغو اقتصا دي او مالي ستونزو له کبله، چې په هېواد کې دننه کاري زمینې نشته؛ ځوانان له هېواده بهر کارکولو ته وځي او ډېره موده له واده پاتې کیږي.

حبیب الله نومي ناوک ویلي؛ لګښت ډېر و، چرت مې واهه، چې  دا ۶ یا ۷ لکه افغانۍ لګښته به څنګه پوره کیږي.  

دیني عالم علي جان نظري څرګنده کړې؛ په هوټلونو او خلیجونو کې دود شوي ودونه ملاماتوونکي دي. نه یوازې شرعي بنسټ نلري، بلکې زمونږ د ټولنې ځوانان بد اخلاقیو ته هم راکاږي.  

دیني عالمانو، چې په دې ډله ییز واده کې یې ګډون کړی؛ له داسې مراسمو هرکلی کوي او ټولو ولایتونو ته یې د دودولو غوښتونکي شول.

Trending

Exit mobile version