تازه خبرونه
په کابل کې د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل زنګ ووهل شو
د پوهنې وزارت چارسمبالي په کابل کې د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې د دیني زدهکړو تر څنګ عصري زدهکړې د ورځني ژوند یوه اړینه اړتیا وبلله او څرګندوي، چې د بهرنیانو له انحصاره د خلاصون یوازنۍ لار د عصري او دیني زدهکړو له پاره کار کول دي.
د پوهنې وزارت چارسمبالي حبیب الله اغا ویلي، چې اسلامي امارت د عصري علومو خلاف ندی؛ ځکه اسلام د هغه مخالف ندی.
نوموړی څرګنده کړې؛ هڅه کوي، چې په هېواد کې د دیني او عصري علومو د زدهکړو کیفیت لوړ کړي.
د رییس الوزرا اداري مرستيال هم په دې مراسمو کې ويلي؛ بې تعليمه ملت تل نورو ته اړ وي او هغه ملت، چې پر نورو متکي وي هیڅکله خپلواک نشي کېدی.
هغه زیاته کړې؛ د افغان ماشومانو لپاره د ديني زدهکړو ترڅنګ د عصري زدهکړو او ټکنالوژۍ په برخه کې هم باتید ډېر کار وشي.
عبدالسلام حنفي وايي، چې تېر کال یو اعشاریه ۲ میلیون زدهکوونکي په ښوونځیو کې شامل شوي او تمه ده، چې په نوي تعلیمي کال کې به د تېر کال پر پرتله زیات شمېر زدهکوونکي ښوونځیو ته لار ومومي.
د ازموينو د ملي ادارې سرپرست هم په هېواد کې د عصري علومو پر زده کړې ټينګار وکړ.
د ازموینو د ملي ادارې چارسمبالي عبدالباقي حقاني ویلي: د ۱۴۰۳ لمریز ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي نظام د ټينګښت په لاره کې عالمانو او زمونږ ملت ډېرې قربانۍ منلې او نظام یې پر قربانیو رامنځته کړى دى. اوس هغه وخت رارسېدلی، چې خپل اولادونه پر دیني او معاصرو علومو سمبال او پر ځان بسیا کړو.
د چارو ادارې رییس نورالحق انور وایي: د ۱۴۰۳ لمریز ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ویلي، چې په هېواد کې ورځ تر بلې د زدهکړو لپاره ښه زمینه برابرېږي. نوموړي زیاته کړې؛ اوسمهال د هېواد د ابادۍ لپاره ډېر کار کېږي او هېواد د ځانبسیاینې پر لوري روان دی.
د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې د اسلامي امارت هیڅ چارواکي له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو د بیا پرانستلو خبره ونکړه.