لوبی
په کابل کې د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلولۍ څلی نندارې ته وړاندې شو
دغه کرکټ څلی کابل ته له رسېدو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د کابل په شاه دو شمشیره، باغ بابر او قرغې بند په اړوند سیمو کې نندارې ته وړاندې شو.
د سېشنبه پر سهار(د لیندۍ شپږمه ) په یو لړ ځانګړو مراسمو کې د کرکټ اتلولۍ څلی(جام) کابل ته راورسېد او د هېواد کرکټ لوبغاړو په شتون کې یې تود هرکلی وشو.
دغه کرکټ څلی کابل ته له رسېدو وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا د کابل په شاه دو شمشیره، باغ بابر او قرغې بند په اړوند سیمو کې نندارې ته وړاندې شو.
په دې خبري مراسمو کې د هېواد کرکټ لوبغاړو ګډون وکړ او رسنیو ته یې د دې څلي د نندارې پر ارزښت خبرې وکړې.
دا څلی په داسې حال کې کابل ته راوړل شو، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوال څلي په وروستي پړاو کې له ځلیدو وروسته د پنځوس اوریزو سیالیو اتلولي خپله او د لومړي ځل لپاره یې دې اتلولۍ ته لار پیدا کړه.
د کرکټ اتلولۍ څلي ۵۰ اوریزه بڼه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د افغانستان د ملي لوبډلې په ګډون ۸ هېوادونه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په B ګروپ کې له انګلستان، آسټرالیا او سویلي افریقا سره راغلې ده.
ټاکل شوې وه، چې دغه لوبې په پاکستان کې ترسره شي؛ خو پاکستان ته د هند د ملي لوبډلې د نه تګ له کبله به د کرکټ نړيوالې شورا خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
د یادولو ده، چې آریانا ټلویزیون د افغانستان په جغرافیه کې د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلولۍ څلي سیالۍ د ځانګړې او ژوندۍ خپرونې حق تر لاسه کړی دی.