تازه خبرونه
په کابل کې د ۵ پراختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول
په کابل کې د اقتصاد، لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو او د هند سفارت تر منځ د ۵ پراختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور ویلي؛ د اقتصاد، لوړو زدکړو او پوهنې وزارتونو او په افغانستان کې د هند سفیر تر منځ د ۶.۲ میلیون دالرو پر ارزښت د پېنځه پرمختیايي پروژو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې په بدخشان او نورستان کې درې ښوونځي او په فراه او کاپیسا کې دوه پوهنتونونه بیا ورغول شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په بدخشان کې دوه ښوونځي او یو بل به هم په نورستان ولایت کې د پوهنې وزارت لخوا جوړ شي او دغه راز د کاپیسا د طبي پوهنتون سړک او د فراه تدریسي ودانۍ په پام کې نیول شوي دي.
د پوهنې وزارت اداري او مالي مرستیال عبدالسبحان رووف ویلي؛ د بدخشان او او نورستان پر دغو ښوونځیو ۹۰۰ زره دالر لګښت راځي.
د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالی عبدالتواب بالاکرزی وایي؛ هیله ده، چې دغه پروژې د اقتصاد وزارت لخوا پلې شي.
په کابل کې د هند سفیر ویلي، دا ډول پروژې د زد کوونکیو او محصلانو د پوهې د کچې په لوړولو کې اړینې دي.
په افغانستان کې د هند سفیر ویني کمار وایي، چې هند نه یوازې په افغانستان کې فزیکي کارونه کړي، بلکې د ځوانانو د وړتیاوو په جوړولو کې یې هم همکاري کړې، چې خپله پروژې جوړې کړي.
له ۲۰۰۵ کاله تر اوسه هند د اقتصاد وزارت په همکارۍ څلور سوه پراختیایي پروژې پلې کړي او دا هېواد ژمنه کوي، چې له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې اوږد مهاله مرسته وکړي.