لوبی
په کابل کې زرګونه کسانو د کرکټ سیالیو ننداره وکړه
رویټرز راپور ورکړی، چې د کرکټ زرګونه مینه وال پرون جمعه د وږي ۱۲ کابل لوبغالي ته د کرکټ سیالیو د نندارې لپاره راغلي وه.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو د دوه یمې واکمنې پر مهال په کابل کې خلک د کرکټ لوبې لیدو ته راټول شوي دي.
خلک وايي، دوی د دغو لوبو له لیدو څخه پوره خوند اخیستی دی.
ننداره کوونکي وایي دا لوبه د افغانانو ملي پیوستون ښیي.
ټاکل شوې، چې د کرکټ دغه لوبغاړي به د نړیوال جام په ۲۰ آوریزو لوبو کې، چې د اماراتو او عمان پر کوربتوب د اکتوبر پر ۱۷ جوړیږي برخه واخلي.