تازه خبرونه
په کابل کې لاریونکوونکیو ځوانانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ور تړلی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
لسگونه اعتراض کوونکیو سهار مهال د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي په بې تفاوتۍ تورن کړي او ځوانانو د دغه وزارت د تگ راتگ ور د کار غوښتنې پر لامل تړلی دی.
اعتراض کوونکی، چې شمېر یې لسگونه تنو ته رسیږي او ځانونه “د بیکارۍ په وړاندې د ځوانانو خوزښت” اړوند بولي؛ سهار مهال د کار، ټولنیزو چارو، شهدا او معلولینو وزارت مخې ته راټول شول او د کارکوونکیو او د هغو د وسایطو د ننوتو مخه یې ونیوله.
لاریونکوونکیو د دغه وزارت د چارواکو نیوکې کولې او په دې اړه یې خپل ځانگړي شعارونه پورته کول.
دوی وایي، که غوښتنو ته یې ځواب ونه ویل شي؛ د وزارت در وازه به بنده وساتي.