تازه خبرونه
په کابل کې له اورلګېدنې ۲۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې تېره شپه (شنبه د غویی ۱۱) د کابل ښار د سهیل د ۱۷ ناحیې د اړوند سیمې د تېلو په ټانک کې د اورلګېدنې له کبله ۷ کسان مړه شوي ۱۴ نور ټپیان دي.
د پېښې په ځای کې موټر چلوونکيو ویلي، چې د مړو او ټپیانو شمېر له دې لوړ دی.
له بلې خوا ، د ۱۷ ناحیې یو شمېر موټرچلوونکیو او اوسیدونکیو د اورلګېدنې له کبله د رامنځته شوي زیان په غبرګون کې لاریون وکړ او د کابل – مزار لویه لار یې وتړله.
دې موټر چلوونکیو له حکومت څخه د تاوان غوښتنه کړې ده.
د شکردرې ولسوالۍ ځايي چارواکو ويلي، چې اور یوې امنیتي پوستې ته نږدې رامنځته شوی.
د شکردرې ولسوال ګوهر خان بابري آریانا نیوز ته ویلي؛ مونږ څو ځله له حکومته غوښتي، چې د د ښار سهیل امنیتي دروازه دې له استوګنځیو څخه بل ځای ته ولېږدوي؛ خو تر دې دمه پرې عمل ندی شوی.
دې اورلګېدنې کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو برښنا هم پرې کړه؛ خو برښنا شکرکت وايي، چې دا ستونزه اوس حل شوې ده.
د اور لګیدو لامل اوس هم روښانه شوی ندی؛ خو ځینو ځایي خلکو ویلي، چې اورلګېدنه د یو نښلیدونکي ماین له چاودنې وروسته رامنځته شوې ده.
پولیس وايي، چې پدې اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
