تازه خبرونه
په کابل کې له دوه بېلابېلوچاودنو ۲ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي
(Last Updated On: سلواغه ۸, ۱۳۹۹)
په کابل ښار کې د چارشنبې پر سهار د پولیسو پر دوه رنجر موټرو دوه بېلابېلې چاودنې رامنځته شوي؛ دوه ملي پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ لومړۍ چاودنه نن سهار شاوخوا ۸:۰۴ د کابل ښار د ۱۵ ناحیې د دسپېچري په سیمه کې د ملي پولیسو پر یو رینجر موټر رامنځته شوې ده.
پولیس وایي، چی دوه پولیس لږ څه ټپیان شوي دي.
دوه یمه چاودنه ۹:۳۲ د ښار د ۱۲ ناحیې د سلیم کاروان په سیمه کې د پولیسو پر رینجر رامنځته شوې، چې په کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
تر دې دمه هیچا د دغو چاودنو مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.