تازه خبرونه

په کابل کې له دوه پېښو څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۱, ۱۳۹۹)

د کابل پولیسو ويلي، چې نن سهار (سې شنبه د سلواغې ۲۱) په کابل کې له دوه بېلابېلو بریدونو څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ نن سهار د کابل د پېنځمې امنیتې حوزې د کمپنۍ په اړوند سیمه کې د کلیو پراختیا وزارت د کارمندانو پر موټرناڅرګندو وسلوالو ډزې کړي او څلور کسان یې وژلي دي.

پولیسو زیاته کړې؛ پدې پېښه کې، چې د باغ داود پر سړک رامنځته شوې د میدان وردګ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست کارکوونکي پر نښه شوي.

دغه راز د کابل ښار د ۱۶ ناحیې د لومړي مکروریانو په اړوند سیمه کې چاودنه شوې ده.

پولیسو ويلي، په دې پېښه کې پر یو دولتي لینډ کروزر چاودنه شوې، چې یو کس یې ټپي کړی دی.

پولیسو نور جزئیات ندي ورکړي.

تر دې دمه د پیښې مسوولیت چا ندی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه په ځانګړي توګه کابل کې هدفي وژنې ډېر شوي؛ خو هیچا یې مسوولیت ندی منلی.

Trending

Exit mobile version