تازه خبرونه
په کابل کې له دوه چاودنو درې کسان وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي
نن له غرمې وروسته د کابل ښار د لسمې حوزې د چهار قلای وزیرآباد په اړوند سیمه کې نښلیدونکي ماین چاودنې درې ملکي وګړي وژلي او لس نور ټپیان دي.
دغه راز پر موتر سایکل سپرو وسلوالو غلو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې د پل سرخ په اړوند سیمه کې له یوه صراف څخه درې میلیون او پېنځه سوه زره افغانۍ د خلکو په مخ کې چور کړې او صراف یې پر ډزو ټپي کړ.
د سې شنبې له غرمې وروسته د کابل ښار د لسمې حوزې د چهار قلای وزیرآباد په سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنې درې تنه ووژل او لس نور ټپیان کړل. ټول وژل شوي او ټپیان ملکیان دي.
د کابل والي محمد یعقوب حیدري ویلي، که پولیس دې پېښې ته پاملرنه نه وي کړې، باید وپوښتل شي.
نږدې یوه اوونۍ کیږي، چې د ولسمشر لومړي مرستیال د کابل د امنیت ساتنې مسوولیت پر غاړه اخیستی او د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې تر څارنې لاندې کسانو انځورونه ځړولي او له خلکو غوښتنه شوې، چې له امنیتي ځواکونو سره د دوي په نیولو کې همکاري وکړي.