تازه خبرونه

په کابل کې له نرینه وو پیسې اخیستونکې نجونې ونیول شوې

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۳۹۹)

په کابل کې پولیسو له نرینه وو څخه د پیسو د اخیستو پر تور دوه نجونې نیولې دي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې دغه دوه نجونې د سهارنیو شپږ نیمو د ناستو پر سپارښتنه نیول شوې دي.

امرالله صالح زیاته کړې، چې دغو دوه نجونو له خپلو ښکلیو جامو سره د نامه له خاوندانو او پېژندل شویو څېرو د پیسو غوښتنه کوله.

د ولسمشر لومړي مرستیال څرګنده کړې؛ دې دوه نجونې هرې یوې حسنا او شیما نرینه وو ته ګواښونه کول، چې که پیسې رانکړئ؛ نو مونږ به له تاسو څخه ستاسې کورنیو او بشري حقونو ته شکایتونه وکړو، چې پر مونږ مو تېری کړی دی.

امرالله صالح دا هم په ډاګه کړې، چې یو شمېر نرینه د خپل پت او حیا د خوندي کولو لپاره پیسو ورکولو ته اړ شوي او د نورې لانجې مخنیوی یې پرې کړی دی.

هغه ویلي: له کلونو راپدیخوا په هېواد کې دا ستونزه حل شوې نده.

امرالله صالح له بشپړ ټینګار سره څرګنده کړې؛ زمونږ له لویو ستونزو څخه یوه هم دا ده، چې په قضا او همدارنګه د پولیسو په لیکو کې مو د ښځو شمېر لږ دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: د توازن دې نشتوالي د جرمي او قانوني مسلو په پلټنه او څېړنه کې نیمه ټولنه له پامه غورزولې او د حکومت لاسرسی یې محدود کړی؛ ځکه په ډېرو برخو کې یې بشپړ مخنیوی هم ناشونی کړی دی.

Trending

Exit mobile version