تازه خبرونه

په کابل کې له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ درې ورځنی نندارتون جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲, ۱۴۰۲)

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې په کابل کې د غوره ملي خدمتونو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

په دې درې ورځني نندارتون کې لسګونه غرفې کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کوي، چې هدف ترې د كورنيو توليداتو ملاتړ دى.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ په ۱۴۰۲ ل. ل کال کې له کورنیو تولیداتو ملاتړ د دوی لومړیتوب دی او په پام کې ده، چې دولتي ادارې کورني تولیدات وکاروي او په دې توګه پانګونه جلب او جذب او بازار موندنې ته زمینه برابره کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال قدرت الله جمال وايي: مونږ له هېوادونو سره په اړیکه کې یوو، چې زمونږ تولیداتو ته په بهر کې بازار موندنه وشي او هلته زموږ محصولات ورسېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي: دا د ځوانانو ایماني او وجداني دنده ده، چې د هېواد په بیا زرغونتیا، بیارغونې، اقتصادي پرامختیا، تکنالوژۍ او نورو پراختیایي برخو کې کار وکړي.

د اقتصاد وزارت هم ویلي، چې له نړیوالو بندیزونو او فشارونو سره – سره اسلامي امارت توانېدلی، چې اقتصادي وضعیت تر یوه حده تر څارنې لاندې راولي او په ۱۴۰۲ ز.کال کې اقتصادي فعالیتونو ته زمینه  پراخه کړي.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه وايي: مونږ نه یوازې دا، چې د خدماتو پر وړاندې کولو کې ښه او سالم عمل وکړ، بلکې د توکو او خدمتونو بیې او ارزښت په ساتلو کې مو هم د پام وړ ګامونه اخیستې دي.

په دغه نندارتون کې لسګونه نرینه او ښځینه متشبثینو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي او له خلکو یې غوښتي، چې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

سوداګره یلدا وايي: ډېریو ښځو ماته ونه‌منله او په لاسي صنایعو کې بوختې پاتې دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه نندارتون د درې ورځو لپاره د ليدونکیو پر مخ پرانيستى دى او له دې وړاندې هم په کابل او د هېواد په ولايتونو کې ورته څو نندارتونونه جوړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version