تازه خبرونه

په کابل کې له یوې چاودنې د چارو ادارې یو کارکوونکي ساه ورکړه

Published

on

د کابل پولیسو د خبر پاڼې له مخې؛ نن سهار شاوخوا ۸:۱۵ د کابل د اوومې امنیتي حوزې د چهلستون په اړوند سیمه کې پر یوه کرونا موټر د نښلیدونکي ماین چاودنه رامنځته شوې ده.

د ولسمشرۍ د چارو مشر فضل فضلي منلې، چې د دوی د دوه کارمندانو هر یوه؛ د مشورتي چارو ریاست مرستیال جاوید ولي او د ده د موټر چلوونکی حاجی بهرام الدین پر موټر د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې ده.

فضل فضلي زیاته کړې: چلوونکي ساه ورکړې او جاوید ولي سخت ټپي دی.

فضلي ویلي: د افغانستان د خلکو دښمنان دومره خوار شوي، چې د پوځي او ملکي موخو تر منځ  توپیر نکوي او د افغانانو پر وړاندې یې د جګړې اعلان کړی دی.

د طالبانو په ګډون هیڅ یوې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

په هره توګه د نښلیدونکیو ماینونو چاودنې په ټول هېواد په ځانګړي توګه په کابل کې هم ډېرې شوي، چې نه یوازې پوځي وګړي، بلکې د مدني ټولنې مخکښان او خبریالان هم پر نښه کوي.

Trending

Exit mobile version