سوداگري

 په کابل کې لومړنی ملي او نړیوال نندارتون جوړ شو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د هېواد د تولیداتو، خدمتونو او سوداګریزو محصولاتو د پوره پېژندنې لپاره امام ابو حنیفه “رح” نومی ملي او نړیوال نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون د امام ابوحنيفه رحمة الله په نامه اووه ورځې دوام لري، چې له شپږ سوه څخه د ډېرو کورنيو او نړيوالو شرکتونو توليدات په کې نندارې ته ايښودل شوي دي.

دې  نندارتون ته د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې افغان پانګوال باید په هېواد کې پانګونه وکړي او هېواد باید د اقتصادي ودې لپاره پر بهرنیو مرستو تکیه ونکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: د یو هېواد اقتصاد هغه وخت جوړیږيو چې خپل خلک یې متې راونغاړي، د یو او بل لاسنیوی وکړي او د بهرنیانو پر مرستو تاکیه ونکړي.

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې اسلامي امارت د ملي امنیت د خوندیتوب او اقتصادي فرصتونو د برابرولو لپاره کار کوي او د کورنیو تولیداتو ملاتړ یې لومړیتوب دی.

عبدالسلام حنفي زیاته کړې، که ملي سوداګر په دولتي ادارو کې له رشوت سره مخ شي؛ د شکایت حق لري او زر به یې ستونزه حل کړي.

د رییس الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي: هغه وويل: هيڅوک نشي کولى، چې په دولتي ادارو کې له يو ملي سوداګرڅخه د رشوت غوښتنه وکړي. مونږ چمتو یوو، چې هر هغه دولتي چارواکی، چې له یوه ملي سوداګر څخه رشوت وغواړي لبه اسلامي اصولو سره سم تعقیب کړو.

په دغه نندارتون کې د اسلامي امارت یو شمېر نورو چارواکو هم ویلي، چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایی: له کورنی تولید ملاتړ مو د خپل ملي اقتصاد ملا تړل دي؛ باید ټول له کورنيو تولیداتو ملاتړ وکړو.  

د اسلامي امارت ویاند هم ويلي، چې افغانستان تازه د ځان بسیاینې پر لوري یو ګام پورته کړی او د اسلامي امارت موخه دا ده، چې د امریکايي پوځي حضور له پای ته رسیدو وروسته د افغانستان اقتصاد وده وکړي.

ذبیح الله مجاهد د سوداګرو، پانګوالو او د سوداګرۍ خونې فعالیت په افغانستان کې د کورنیو او نړیوالو پانګوالو د جلبولو په برخه کې اغېزناک بولي.

داسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: دمګړۍ ملي او نړیوالو سوداګرو ته د پانګونې ښه زمینه برابره ده. را دې شي او په افغانستان کې دې پر بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

دغه راز د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايي؛ د کوچنیو کانونو استخراج هیڅکله بهرنیو شرکتونو ته نه ورکول کیږي.

نوموړی وایي: د کانونو د استخراج په اصولو کې له افغانانو پرته بل چا ته کوچني کانونه نه ورکول کېږي او په ټول هېواد کې د ۱۷۸ کوچنیو کانونو قراردادونه افغانانو ته ورکړ شوي دي.

دوی د سوداګرو، پانګوالو او د سوداګرۍ خونې فعالیت په افغانستان کې د کورنیو او نړیوالو پانګوالو په جلبولو کې اغېزناک ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي، دغه نندارتون یې له بهرنیو مرستو پرته جوړ کړی دی.

مسوولین تمه لري، چې دغه نندارتون به افغان سوداګرو ته له بهرنیو سوداګرو سره اړیکو برابرولو ته ډاډمنه زمینه هم برابره کړي.

Trending

Exit mobile version