تازه خبرونه

په کابل کې ماین چاودنې د ۴ ډاکټرانو په ګډون پېنځه کسان وژلي

Published

on

د سې شنبې پر ورځ د کابل ښار د ۷ امنیتي حوزې د دوغ آباد  په  اړوند سیمه کې د ځای پر ځای شويو چاودیدونکیو توکو له چاودنې د ۴ ډاکټرانو په ګډون لږ تر لږه پېنځه کسان وژلي او دوه نور ټپیان دي.

 پولیسو پېښه تائید کړې او وایي، چې وژل شویو ډاکټرانو د څرخي پله په زندان کې کار کاوه.

 د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ نن سهار ۷:۳۳ د سړک غاړې ماین پر هغه موټر چاودېدلی، چې په کې ناست ډاکټران له اړوند سیمې د تېرېدو په حال کې ول.

دوه نور کسان هم په دې چاودنه کې ټپیان شوي دي.

 تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.

Trending

Exit mobile version