تازه خبرونه

په کابل کې ماین چاودنې ۱۳ دولتي کارمندانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۳۹۹)

د کابل پولیس منلې، چې نن سهار (پنجشنبه د کب ۲۸) د کابل ښار د ۱۷ ناحیې په اړوند سیمه کې پر کاستر موټر د ماین چاودنه شوې، چې ترې د یوې میرمنې په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

پولیس وايي په پیښه کې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ښځو په ګډون نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې دا کسان ټول دولتي کارمندان ول او د لېږد رالېد  لپاره یې دغه کلستر پر کرایه نیولی و.

پولیسو زیاته کړې، چې په پښه کې یو ګړندی موټر هم له زیانمن شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د مخابراتو وزارت د کارمندانو پر یو کاستر موټر د کابل ښار د دهن د باغ  په اړوند سیمه کې ماین چاودنه رامنځته شوه، چې په کې ګڼو کسانو ته مرګ  ژوبله واوښته.

تر دې دمه د پیښې مسوولیت چا ندی منلی.

Trending

Exit mobile version