تازه خبرونه
په کابل کې ملي او نړیوال صنعتي سمپوزیم ترسره شو
په کابل کې د ملي او نړیوال صنعتي سمپوزیم د ترسره کېدو پر مهال د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رییس ويلي؛ د هېواد په بېلابېلو برخو کې مسلکي کسانو ته اړتیا ده، نو باید دې برخې ته جدي پاملرنه وشي.
په دې پروګرام کې د تخنيکي او مسلکي زدهکړو رييس غلام حيدر شهامت ويلي، چې په تېرو شل کلونو کې د مسلکي وړتیاوو لوړولو ته ډېره پاملرنه نهده شوې.
غلام حیدر شهامت ویلي؛ دوی په پام کې لري، چې د مسلکي زدهکړو نصاب بدل او له نړیوالو معیارونو سره سم یې جوړ کړي.
د نوموړي د څرګندونو، د هېواد له ۴۰ میلیون نفوسو څخه نږ دې ۶۰ سلنه وګړي د بې کارۍ له ستونزې سره مخ دي، چې له ۱۵ کلونو څخه تر ۶۰ کلونو عمر لري.
دوی زیاتوي؛ هر کال پر شته بیکارو سر بېره ۵۰۰ زره نور کسان هم د کار مارکیت رادننه کیږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو په دې صنعتي سمپوزیم کې ویلي، چې د هېواد دسوداګرۍ کچه له ۱۳ سلنې څخه ۲۲ سلنې ته لوړه شوې ده.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده په دې اړه وایي؛ مونږ په هېواد کې له اقتصادي ـ تولیدي پرا ختیا او متوازن سوداګریز حرکت څخه خپل ملاتړ روان ساتو. مونږ غواړو، چې په هېواد کې مو صنعتي بدلونونه زیات او د بې کارۍ کچه راټیټه شي.
د جرمني يو انستيتوت وايي، چې په تېرو لس مياشتو کې يې د افغانستان د بازار او توليدي شرکتونو اړتياوې څېړلې او غواړي د همدې اړتياوو له مخې د تخنيکي او مسلکي زدهکړو نصاب تعديل کړي.
د جرمني د موسسې مشرې شکیبا په دې اړه ويلي: مونږ غواړو هغه ښوونيز نظام، چې په جرمني کې دى؛ کابل ته راوړو.
د پوهانو په خبره، د افغانستان علمي او مسلکي ښوونیز نظام له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ ځکه هغه څه، چې په تعلیمي او مسلکي مرکزونو کې له تېرو ۴۰ کلونو تدریس کېږي، د بازار له اړتیا سره سمون نه خوري. له همدې کبله د هرې ورځې له تېرېدو سره د بې کارو کسانو شمېر ډېرېږي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولین وايي، چې افغانستان اوس هم د ساختماني انجنیرۍ، اوسپنې پټلۍ، د برښنا انجنیرۍ په برخو کې مسلکي کسانو ته اړ تیا لري.
دوی ویلي؛ که په تېرو دري لسیزو کې د هېواد تعلیمي نظام د مارکیت د اړتیاوو پر بنسټ تنظیم شوای وه؛ نو اوس به مو په هېواد کې د بېکارۍ کچه دومره لوړه نهوه.