تازه خبرونه
په کابل کې موخه ییزې چاودنې ملي پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: مرغومی ۲۷, ۱۳۹۹)
شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۷) په کابل کې د ماین چاودنې له پېښې دوه ملي پولیس وژل شوي دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ دغه ماین چاودنه نن سهار د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې د دهبوري په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
پولیسو زیاته کړې، چې د کابل پولیسو د مرکزي دفتر پر اړوند لنډکروزر موټر نن سهار د سړک غاړې ماین چاودنه شوې دوه ملي پولیس وژل شوي او یو بل ټپي دی.
تر دې هیچا د برید پړه نده منلې.
دا په ټول داسې حال کې ده، چې نه یوازې د هېواد پلازمېنه له موخه ییزو وژنو او بریدونو سره مخ ده، بلکې د ولایتونو ملکي وګړي، ولسي شخصیتونه، دولتي کارمندان، ژورنالیستان او د مدني ټولنې غړي هم ورسره مخ دي.