تازه خبرونه
په کابل کې ناڅرګندو وسلوالو درې پوځیان وژلي
(Last Updated On: چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۰)
د کابل پولیسو ویلي، چې نن سهار (سې شنبه د چنګاښ ۲۲ ) ناڅرګندو وسلوالو په کابل کې درې پوځیان وژلي دي.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، پېښه د بګرامي ولسوالۍ د حسین خېل په کلي کې رامنځته شوې ده.
پولیسو پدې اړه څېړنې پیل کړې دي.
دغه راز سترې محکمه څرګنده کړې، چې د دې ادارې یو کارمند نن سهار دندې ته پر لاره د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوی دی.
تر اوسه هیچا د دې وژنو مسوولیت ندی منلی.