تازه خبرونه
په کابل کې ناڅرګندو وسلوالو یو پولیس وژلی
(Last Updated On: ليندۍ ۲۵, ۱۳۹۹)
د سې شنبې پر سهار( د لیندۍ ۲۵) د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د ناڅرګندو وسلوالو په برید کې یو پولیس وژل شوی دی.
پېښه نن سهار ۶:۳۰ د بت خاک په اړوند سیمه کې هغه وخت رامنځته شوې، چې ناڅرګندو کسانو پر پولیسو ډزې وکړې، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د پولیسو د څرګندونو له مخې، پېښه تر څېړنې لاندې ده.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.
دا پېښه له هغې وروسته رامنځته شوې، چې ناڅرګندو وسلوالو د دوشنبې پر ورځ د پلازمېنې د اتمې ناحیې په نوې کارته سیمه کې یو څارنوال پر ډزو وواژه.
پولیسو پېښه تائید کړې ده.