تازه خبرونه
په کابل کې نښلیدونکي ماین چاودنې د یوه خبریال په ګډون درې کسان وژلي
د کابل پولیسو ویلي، نن سهار د کابل په نهمه ناحیه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله د یوه پخواني ژورنالیست په ګډون درې کسان ووژل شول.
د پولیسو په وینا، پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې پر کرولا موتر له نښلیدونکي ماینه رامنځته شوې ده.
د افغانستان بانک د رسنیو مسوول او د یوې خصوصي رسنۍ پخوانی خبریال یما سیاوش هم په دې پېښه کې وژل شوی دی.
د سیاوش د کورنۍ غړي د هغه مړینه تائیدوي او وايي، چې په دې وروستیو کې یې په هندوستان کې د ماسترۍ سند هم بشپړ کړی و.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دغه برید په کلکه غندلی او وایي، چې یما سیاوش د افغانستان په مرکزي بانک کې دنده پر غاړه اخیستې وه.
مرکزي بانک ویلي، چې حمدالله انس، د افغانستان بانک د دفتر رییس او د دوی موتر چلوونکی امین الله رضايي هغه څوک و، چې نن سهار له یما سیاوش سره یو ځای وژل شوي دي.
د طالبانو په ګډون هیڅ یوې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
وویل کیږي، نومیالۍ تلویزیوني څېره یما سیاوش نن په بې بي مهرو غونډۍ کې خاورو ته سپارل کیږي.