تازه خبرونه

په کابل کې هر کال د هوا د ککړتیا له کبله له ۲۰۰۰ ډېر کسان مري

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۴, ۱۴۰۱)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې د هوا د ککړتیا او د اقلیم د بدلون له کبله هر کال له دوه زره ډېر هېوادوال ژوند له لاسه ورکوي.

په دې مراسمو کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، د رییس  الوزرا اداري مرستیال او د کابینې ځینو غړیو ګډون کړی و.

د دغه وزارت چارواکو د اقلیم د بدلون د نړیوالې اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې، چې په کابل کې د (اقلیم، روغتیا او عدالت) تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه ویلي، چې د هوا د ککړتیا له کبله د هېواد زرګونه ښاریان په تنفسي، زړه، سرطاني او نورو ویروسي ناروغیو اخته کیږي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال حسن غیاثي وویل، چې هر کال په هېواد کې دوه زره کسان د هوا د ککړتیا او د اقلیم د بدلون له امله  د پیدا شویو ناروغیو له امله مري.

نوموړی زیاتوي، چې د هوا ککړتیا زرګونه کسان د تنفسي، زړه او سرطان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.

د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې حکومت د اقلیم او چاپېریال ښه والي ته ژمن دی.

د ریس الوزرا دویم مرستیال افغانستان د اقلیم د بدلون له امله اغېزمن هیواد بولي او ټينګار کوي چې حکومت د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسو عملي کولو او د چاپېریال د ککړتیا مخنیوي ته ژمن دی.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، په هېواد کې پرلپسې جګړې، د ځنګلونو پرې کولو او د ځمکې لاندې اوبو څخه ډېره ګټه اخیستلو د هېواد پر چاپېریال منفي اغېزې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس حافظ عزیزالرحمن زیاته کړې؛ د اقلیم بدلون په هېواد کې د خلکو ټولنیز ژوند او کرنه ګډوډه کړې او دغه اداره هڅه کوي، چې د نورو اړوند ادارو سره په همغږۍ د هېواد په لویو ښارونو کې د هوا د ککړتیا مخه ونیسي.

کابل ښار له څو کلونو راپدیخوا د نړۍ د ککړو ښارونو په نوملړ کې دی او هر کال د ژمي له رارسېدو سره د پلازمېنې اوسېدونکي د ککړتیا د زیاتېدو له کبله په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

Trending

Exit mobile version