تازه خبرونه

په کابل کې وسلوالو غلو درې کیلو ګرامه طلا لوټلې او پلورونکی یې وژلی

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۸, ۱۳۹۹)

یوې ډلې وسلوالو غلو د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د سره زرو یو پلورنځی لوټلی او پلورونکی یې وژلی دی.

د وژل شوي پلورونکي خپلوان وايي، چې د یکشنبې پر سهار اووه بجې د کابل په شپږمه حوزه کې پر موترسایکل سپرو اووه وسلوالو غلو لومړی د حسین زاده مارکیت ساتونکی ټپي او بیا یې د سره زرو پر پلورونکی، چې غوښتل یې دوکان خلاص کړي یرید کړی او درې کیلو ګرام زر یې ترې لوټلي دي.

نور احمد د مقتول زوی ویلي، ۷ کسان ول. ټولو شخصي جامې لرلې؛ لومړی یې پر ساتونکي برید وکړ او بیا دننه شول سره زر یې لوټ کړل.  

بل زوی عزیز احمد نومي یې ویلي، زه دننه تر ویترین لاندې پټ شوم؛ پر پلار یې راته ډزې وکړې او سره زر یې راټول او لوټ کړل.   

د کابل د لویدیځ د سره زرو د پلورونکیو ټولنې مسوولینو ويلي، چې د سره زرو پلورونکي هره ورځ د وسلوالو غلو لخوا ګواښل کیږي او که پيسې ورنکړي وژني یې.

دوی وايي، چې څو ځله یې دا ستونزه د شپږمې امنیتي حوزې له مسوولینو سره شریکه کړې؛ خو کوم مثبت پرمختګ ندی شوی.

د کابل د لویدیځ د سره زرو د پلورونکیو ټولنې مسوول محمود جعفري وایي: په خدای، چې نور له غلو څخه ډوه سپوږمو ته راغلي یو؛ هره ورځ مو وژني او هره ورځ غلا کوي. پولیس پاملرنه نلري.

طلا پلورونکی جاوید ویلي، چې څو ورځې مخکې یې زه ټپي کړه او ګواښي مې هم؛ حوزې ته ولاړم، د حوزې آمر وایي: ځه بیا یې پلټنه کوو. هره ورځ ګواښل کیږو او ژوبلیږو. مالیه ورکوو؛ خو حکوکت بې پاملرنې دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز پېښه تائيدوي؛ خو وایي، چې د جرمونو د مخنیوي لپاره پر نوې طرحه کار روان دی.

د شپږمې امینتي حوزې خلک او پولیس وايي، چې وسلوال غله پر موټر سایکلونو ګرځي او هره ورځ په دغه سیمه کې غلاوې کوي.

Trending

Exit mobile version