تازه خبرونه

په کابل کې وژنو او چاودنو بېلابېلې پوښتنې او اندېښنې راپورته کړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۹, ۱۳۹۹

په کابل کې هدفي وژنو، د نښلیدونکیو ماینونو چاودنو او د ترور پېښو ډېرېدو ګڼې پوښتنې او اندېښنې راپورته کړي دي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د معلوماتو له مخې: له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په کابل کې څلور هدفي بریدونه رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان بانک کارکوونکیو پر موتر د ماین چاودنه، په پغمان کې د یوه افسر وژنه، په قرباغ کې د یوه سرتېري ترور هغه هدفي بریدونه دي، چې په تېرو ۲۴ ګړیو کې رامنځته شوي دي.

د یکشنبې پر ورځ ( د لړم ۱۸) هم د کابل په څرخي پله په اړوند سیمه کې د ملي دفاع وزارت د پېژنوال یاور حنیف الله ترور شو.

ځينې پدې باور دي، چې دا ډول هدفي وژنې د طالبانو د استخباراتي جګړې یوه برخه ده او امنیتي ادارې یې په مخنیوي کې کمزورې پاتې دي.

د زیاترو دغو پېښو مسوولیت څوک پر غاړه نه اخلي؛ خو د ملي دفاع وزارت پخوانی مرستیال مراد علي مراد وايي، چې هدفي وژنې د طالبانو د استخباراتي جګړې یوه برخه ده، چې له یوې خوا حکومت ناکاره ښیي او له بلې خوا طالبانو ته په قطر کې د پام وړ موقف ور په برخه کوي.

امین رضايي دوه دېرش کلن او کورنۍ سرپرست و، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال په باور په هدفي برید کې ووژل شو.

رضايي د افغانستان بانک سره د دیارلس زره افغانیو په بدل کې د موتر چلوونکي دنده پر مخ وړله. 

د امین رضايي ورور حمید رضايي وایي؛ له امین څخه درې کلنه ریحانه او یو کلن رامین یتمیان پاتې شول او میرمن یې کریمه رضایي کونډه شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د دغو ډول هدفي وژنو پړه پر وسلوالو طالبانو او حقاني شبکې ور اچوي او وایي، چې تر شا یې استخباراتي موخې دي.

په کابل کې د شنبې پر ورځ د نښلیدونکي ماین په چاودنه کې د افغانستان بانک دوه لوړ پوړي کار کوونکیو او یو موتر چلوونکي ژوند له لاسه ورکړ. د دغه پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version