تازه خبرونه
په کابل کې پر بهرني میلمستون برید د ۴ بریدگرو په وژل کیدوپای ته رسیدلی دی
د کابل امنیه قوماندانعبدالرحمنوايي،چې د اسپانې سفارت ته نږدې پر یو بهرني میلمستون برید د ۴ بریدگروپه وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.
د نوموړي په وینا؛ دغه برید د جمعې له ماښام وروسته پرموتر بمب چاودنه پیل شو او برید گر میلمستون ته ننوتل.
ده وویل،چې په میلمستون کې درې بند پاتې اسپانویان ژغورل شوي دي.
ویل شوي، چې د پېښې په ځای کې له لومړنيځانمرگي موتر بمب برید وروسته پېنځهنورې چاودنې هم اوریدل شوي دي.
د ده په وینا؛ په دې برید کې دوه اسپانیایي وگړي وژل شوي، ۵ افغان امنیتي سرتېرو ته مرگ و ژوبله اوښتې او ۹ ملکي وگړي ټپیان دي.
د اسپانیا لومړي وزیرماریانو رویوپه خپله تویتر پاڼه کې ویلي،چې په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته نږدې د وسلوالوپه بریدکې یو اسپانیايي ساتونکی وژل شوی دی.
نوموړيهمداراز ویلي،چې د طالبانو ځانمرگي موتر بمب د اسپانیا یا د کوم بل هيواد سفارت په نښه کړی نه دی او نه د اسپانیا او نه د کوم بل هېواد د سفارت کوم کارکوونکی ژوبل شوی.
د شېر پور په دې سیمه کې ځینو سفارتونو د سفارت ودانیو ته نږدې د خپلو دیپلوماتانو له پاره ودانۍ کرایه کړي دي.