تازه خبرونه
په کابل کې پر کاسټر موټر چاودنې ۱۵ ملکي وګړي ټپیان کړل – پولیس
د کابل پولیسو منلې، چې نن دوشنبه مازیګر(د کب ۲۵) په کابل ښار کې له یوې چاودنې ۱۵ ملکي وګړي ټپیان شوي او روغتونونو ته ولېږدول شول.
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ پېښه د کابل د دوه یمې حوزې په دهن باغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د مخابراتو وزارت تائید کړې؛ هغه موټر، چې نن د کابل د دوه یمې حوزې په دهن باغ سیمه کې پرې چاودنه شوې، د افغان مخابراتي شرکت او افغان پوسټ کارمندان یې کورونو ته لېږدول.
د کابل پولیسو هم تائید کړې، چې د چاودنې په ځای کې یې د مخابراتو وزارت د موټر کارت ترلاسه شوی دی.
د پېښې لیدونکیو ويلي، چې په دې پېښه کې یوه میرمن وژل شوې او د ښځو په ګډون ۱۵ نور کسان ټپیان شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شويو انځورونوښودلې، چې یو کاسټر او یو سراچه ډوله موټرې ویجاړ شوي دي.
تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا ندی منلی.
پرون ماښام هم په کابل ښار کې دوه چاودنو پېنځه کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان کړي وه.