تازه خبرونه

په کابل کې پر یوه کور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د ناسم برید ویډیو خپره شوه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳۰, ۱۴۰۰)

د امریکا مرکزي قومندانۍ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د پټ برید هغه ویډیو خپره کړې، چې له وتلو مخکې یې د اګست په میاشت کې د ۷ ماشومانو په ګډون لس افغان ملکي وګړي ووژل.

رویټرز په ډاګه کړې، چې دا ویډیوګانې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر قانون د نیویارک ټایمز له اندېښنې ښکاره کولو وروسته خپرې شوې دي.

د یاد هوایي برید په اړه پنټاګون د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر میاشت کې څرګنده کړې وه، چې له تر سره شوي هوایي الوتکې بریده به مو کوم پوځي پرسونل ځواب ورکوونکی او مسوول نه وي.

د امریکا د هوایي ځواک عمومي پلټونکي د خپلو څېړنو له مخې ویلي وه، چې د اګست د ۲۹ برید د ناسمو معلوماتو له مخې و، چې له ځانګړیو څرګندونو او اړیکو ملاتړ کوي.

دغه راز امریکایي ځواکونو دا برید یوه غمجنه تېروتنه هم نومولې وه.

پنټاګون له دې مخکې ویلي وه، چې په دې برید کې یې د اسلامي دولت (داعش) یو ځانمرګی بریدګر په نښه کړی، چې په هوايي ډګر کې د امریکا تر مشرۍ لاندې بهرنیو پوځیانو ته شونی ګواښ نومول شوی و.

هغه مهال داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د لویدیځې څنډې د یوه کور پر انګړ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ماشومانو په ګډون ملکي کسان وژل شوي دي. د پېښې په وخت کې یوې ویډیو د یوې ودانۍ د انګړ څو موټره ټوټه ټوټه ښودلي وه.

دا برید درې ورځې وروسته له هغه تر سره شوی، چې ویل کیږي؛ د اسلامي دولت یا داعش  یوه ځانمرګي بریدګر ۱۳ امریکايي پوځیان او په لسګونه هغه ملکي افغانان ووژل، چې د هوايي ډګر له دروازو څخه ننوتلو او په الوتکو کې د څوکیو نیولو او بهر ته د الوتنې لیواله ول.

له برید وروسته د امریکا مرکزي قومندانۍ دې پایلې ته ورسېده، چې موټر چلوونکي له داعش سره هیڅ تړاو نه درلود.

زمري احمدي نومي موټر چلوونکي د تغذیې او پوهنې په نړیوال انستیتیوت کې کار کاوه. دا یوه غیر انتفاعي موسسه ده، چې مرکزي دفتر یې په امریکا کې دی.

بیا د امریکا دفاع وزارت د مې پر ۲۴ اعلان وکړ، چې د کابل د اګست میاشتې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د وژل شویو ۱۰ کسانو کورنیو ته به تاوان ورکړي.

د پنټاګون ویاند جان کربي په یوه بیان کې ویلي وه؛ پنټاګون د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت سره کار کوي، چې له بریده د دې کورنۍ ژوندي پاتې شوي کسان امریکا ته ولېږدوي.

ویل کیږي، چې دا ګډوډي د زمري له څلیریشتمې او د اګست له پېنځلسمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه، چې د امریکا لخوا روزل شوي افغان ځواکونه له منځه ولاړل او پخوانی حکومت راوپرځېده او مشرانو یې بریالۍ تېښته وکړه.

Trending

Exit mobile version