تازه خبرونه

په کابل کې پولیسو د شپږ کلنې هدیې تښتوونکی نیولی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

هدیه د چهارشنبې په ورځ د ترهله زوی سره جومات ته روانه وه،چې د دغه سړي لخوا وتښتول شوه. هدیه اوسهم له تښتونکي ویریږي او پېښه داسې بیانوي:

زه یې په جوال کې واچولم او له ځان سره یې یوړم.

د هدیېد تره زوی وایي، تښتوونکي غوښتل، چې ما وتښتوي؛ خو هدیې په تیږو وویشت. وروسته راغلو او هغه یې په جوال کې واچوله، له ځان سره یې یوړه او زه په منډه کور ته راغلم.

د هدیې پلار نورالله وایي؛ ده ، چې را ته وویل، پښې لوڅی له کوره راووتم، پولیسو ته مې خبر ورکړ او خپله مې هم منډې وهلې. له پولیسو مننه ، چې لور یې راته وموندله.

د کابل امنیه قومندانعبدالرحمان رحیميوایي، دا نجلۍ یې تښتولې وه ؛ خو اعتراف یې نه کاوه.

امنیه قومندان رحیمي زیاتوي، ده له دې مخکې هم ورته یو جرم تر سره کړی و.

د پولیسو په وینا؛د کابل له ښار او شاوخوا سیمو څخهپه تېرو ۲۱ورځو کې ۳۸۸شکمن کسان نیول شوي دي. په دوي کې ۱۵وژونکي دي،۶۲تنه غله، نهه نور د موټرو غله، اته تنه د کورونو غله یو لوټمار او د موترو د پلیټونو څلور غله دي. له ځینو نیول شویو کسانو څخه سپکې او درندې وسلې هم تر لاسه شوي دي.

خبریاله: فرحناز فروتن 

Trending

Exit mobile version