تازه خبرونه

په کابل کې ځانمرګي، کوثر ښوونیز مرکز ته نږدې ۷۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۳۹۹)

کورنیو چارو وزارت منلې، چې د کابل ښار د برچي د پلخشک په اړوند سیمه کې ځانمرګی برید رامنځته شوې؛ ۱۸ کسان وژل شوي اږو ۵۷ نور ټپیان دي.

کورنیو چارو وزارت ویاند په ډاګه کړې، چې نن ماښام یو ځانمرګی بریدګر موخې ته له رسیدو مخکې د کوثر روزنیز مرکز د ساتونکیو لخوا پېژندل شوی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه بریدګر هڅه کوله، چې کوثر روزنیز مرکز ته وردننه شي؛ خو له پېژندلو وروسته یې ځان په کوڅه کې والوزاوه.

طالبانو د دغې چاودنې په اړه ویلی، چې برید د دوی کار ندی.

تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version