سیمه ییز خبرونه
په کابل کې ځانمرګي برید ۲ تنه ووژل او ۲۱ تنه نور یی ټپیان کړل
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د یکشنبې په ورځ ( د مرغومي ۲۲ ) له غرمې وروسته شاوخوا دری نیمی بجی د یو ځانمرګي برید له امله د کابل په یکه توت سیمه کې ۲ تنه ووژل شول او ۲۱ تنه نور ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیق وایی:
یو ځانمرګي برید کوونکي د کابل په یکه توت سیمه کې د بایسکل په واسطه، چې چاودېدونکی توکي ورسره وو، د پولیسو د تعلیمي مرکز د کارکوونکو په یو ۳۰۳ موټر برید وکړ.
په دغه برید کی ۲ تنه وژل شوي او ۲۱ تنه نور ټپیان دي. نوموړی همدارنګه وایي د برید په اړه یی پلټنی پېل کړي.
په همدی وخت کې وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې.