تازه خبرونه
په کابل کې چاودنه شوې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
څو شېبې وړاندې په پلازمېنه کابل کې یوه درنده چاودنه رامنځته شوه
راپورونه وایي، چې دا چاودنه دیوولسمې حوزې اړوند د خیرخانې مریم لیسې او هغې ته د مخامخ مارکیت تر منځ شوې؛ خو د چاودنې پر جزئیاتو او بڼې تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.
ځینو سرچینو په ډاګه کړې، چې په کې یو کس ژوبل شوی دی.
بشپړې څرګندونې به وروسته وړاندې شي.