تازه خبرونه

په کابل کې چاودنو لسګونه کسان مړه او ټپيان کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل په دارالامان سيمه کې ملي شورا ته نژدې د امنيت د پنځم رياست تر څنګ نن مازيګر ۴بجې دوې پرلپسې چاودنې وشوې.

د راپورونو له مخې لومړي ځانمرګي د امنيت له پنځم رياست سره نژدې چاودنه وکړه، ورپسې څو دقيقې وروسته کله چې امنيتي ځواکونه راغونډ شول بله چاودنه هم وشوه.

ويل کېږي چې په دې چاودونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي او د ټپيانو د وړلو له پاره امبولانسونه سيمې ته رسېدلي دي.

د دې بريدونو مسوليت د طالبانو ډلې په غاړه اخيستی دی. د طالبانو وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي چې دا دوه ځانمرګي بريدونه د پنځم رياست د استخباراتو کاسټر موټر وشول.

Trending

Exit mobile version