تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړل
د کابل پولیسو ويلي، چې نن سهار د کابل د دولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې پر یو رینجر موټر د نښلیدونکي ماین چاودنه شوې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی او یو امنیتی ساتونکی ټپيان شوي.
د پولیسو په وینا پیښه د اړوند سیمې محبس چوک ته نږدې د سهار پر ۱۰:۱۵ رامنځته شوې ده.
پولیس وايي: په پېښه کې یو ملکي وګړی او یو امنیتي سرتېری ټپیان شوي دي.
تر دې دمه هیچا د برید پړه نده منلې.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د چاودنو د مخنیوي په اړه ویلي، داسې معلومات ترلاسه شوي، چې وسلوالو مخالفانو پر موټرو و.ج پلیټ جعلي لګولی او پر کارولو یې ناورین رامنځته کوي.
نوموړي غوښتنه کړې؛ له هغو موټرو سره، چې و.ج پلیټونه لري؛ تګ راتګ مه کوئ. د دغو موټرو له خاوندانو هم غوښتل شوي، چې له کورنیو چارو وزارت څخه دې د تګ راتګ لپاره ځانګړي نمبر پلیټونه ترلاسه کړي.
د یادونې ده، چې په کابل ښار کې هره ورځ چاودنې رامنځته کیږي او په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی راغلی دی.
