تازه خبرونه

په کابل کې چاودنې پېنځه کسان ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۴۰۰)

نن سهار مهال ۹:۴۵ د اوومې ناحیې اړوند حبیبیې لیسې ته نږدې د اسلامي امارت پر ځواکونو ماین چاودنه شوې، چې په کې د امنیتي ځواکونو په ګډون پېنځه کسان ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي، چې د چاودنې موخه یو هایلکس موټر و.

دغه راز ویل کیږي، چې چاودنه د سړک غاړې د ماين له کبله ده او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

په سیمه کې د آریانا نیوز خبریال د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې څرګندوي، چې په چاودنه کې د اسلامي امارت د ځواکونو په ګډون لږ تر لږه پېنځه تنه ټپیان شوي دي.

له چاودنې وروسته د اسلامي امارت ځواکونو سيمه وتړله او د پيښې ځايې ته امبولانسونه راورسېدل.

کورنیو چارو وزارت تر اوسه د پېښې د مرګ و ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو د داعش خراسانۍ ډلې په دې وروستیو میاشتو کې د کابل په ګډون د یو شمېر چاودنو مسوولیت منلی دی.

Trending

Exit mobile version