تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۳ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: ليندۍ ۲۳, ۱۴۰۰)
د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه یو ملکي کس وژل شوی او دوه پوځیان ټپیان دي.
پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې رامنځته شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د کابل ښار د ۸ ناحیې د ټانک لوګر په اړوند سیمه کې چاودنه تائید کړې ده.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند انجنير عزام څرګنده کړې، چې نن له غرمې مخکې د کابل ښار د اتمې حوزې د ټانک لوګر د اړوند سیمې د سرک غاړې په یوه ګلدان کې ايښودل شوی ماین چاودنه کړې؛ یو ملکي کس وژل شوی او دوه پوځیان ټپیان دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.
په وروستیو اوونیو کې ښاري چاودنې زیاتې شوې دي.
د یادونې ده، چې د ډېرو چاودنو پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.