تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۶ ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۰)
د کابل پولیسو منلې، چې نن سهار د اتمې امنیتي حوزې د نوې کارتې په اړوند سیمه کې چاودنې ۲ کسان وژلي او ۴ نور ټپیان دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز زیاته کړې؛ ماین چاودنه نن سهار ۹:۱۰ د کابل د اتمې امنیتي حوزې د نوې کارتې د اړوند سیمې د معاملاتو د لارښوونې په یوه دفتر کې رامنځته شوې، چې له کبله دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پولیسو په وینا ، د دې پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.
تر دې دمه کومې هیچا د برید پړه نده منلې.